غزني کې دولتي کارکوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه ورکړل سول

Dec 26, 2021 - 17:05
 6
غزني کې دولتي کارکوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه ورکړل سول

په غزني ولایت کې دولتي کارکوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه حواله سوي دي.

د دغه ځای دولتي کارمندان وايي، د دغه معاشونو په ورکولو زیات خوشحاله دي، خو هیله لري چې پاتې نور معاشونه هم ورته اجرا سي، څو د ژمي په دا سړو شپو له سختې تنګلاسۍ د یو څه وخت لپاره خلاص سي.

د لس کسیزې کورنۍ سرپرسته، حادیه محمدي چې په ملکي روغتون کې قابله ده وایي، له معاش اخېستلو سره به یې ډېری ستونزې حل سي،

په غزني کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز جارواکي وايي، د شنبې په ورځ په دغه ځای کې تقریباً ټولو دولتي کارمندانو ته د دوو میاشتو معاشونه حواله سوي دي.

د والي ویاند حافظ عمر خبریالانو ته وویل، په پام کې نیول سوې ده چې له دې وروسته ټولو دولتي کارمندانو ته پر وخت معاشونه ورکول کېږي.

ښاغلی عمر زیاتوي: "موږ خپلو هېوادوالو، همدارنګه دولتي کارمندانو ته ډاډ ورکوو چې څنګه مو دا د دوو میاشتو معاشونه په منظم او شفاف ډول تر لاسه کړل، په راتلونکي کې به هم دارنګه په منظم او شفاف ډول تاسو ته معاشونه درکول کېږي، تاسو هېڅ تشویش مه کوئ."

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د تېرې یوې نیمې لسیزې جګړو، فقر او بې وزلۍ له امله ډېری خلک په زیات غربت او تنګلاسۍ کې ژوند کوي چې د دغه معاشونو په راتلو سره دغه ملکي مامورين زیات خوشحاله دي.