سپین بولدک - چمن دروازه بنده ده؛ دواړو خواو ته زرګونه مساپر انتظار دي

Feb 25, 2022 - 18:40
 7
سپین بولدک - چمن دروازه بنده ده؛ دواړو خواو ته زرګونه مساپر انتظار دي

د ډېورنډ کرښې اوږدو کې د سپین بولدک او چمن تر منځ سیمه کې نن جمعه د ډزو کومه پېښه نه ده شوې، خو د تګ راتګ لپاره لار په بشپړ ډول تړل شوې ده.

د یادونې ده، چې پرون پنجشنبه د کندهار د سپین بولدک او چمن ترمنځ پر دروازې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته وشوه.

بولدک ته نږدې ځینو سرچینو بي بي سي ته وویلي چې نښته په ځايي وخت شاوخوا دولس بجې پیل شوه او تر مازدیګره پورې روانه وه.

په دې نښته کې د شپږ کسانو د مړینې او د ۲۵ نورو د ټپي کېدو پخلی شوی.

نن جمعه بیا ځايي سرچینو بي بي سي ته وویل، چې له ګهیځ راهیسې ډزې نه دي شوې، خو د تګ راتګ لار تړل شوې او دواړو لوریو ته ګڼ شمېر کسان ایسار پاتې دي.

د ځايی سرچینو په وینا تر اوسه داسې څه نه دي ویل شوي، چې کله به د هغو ''زرګونو '' کسانو پر مخ د تګ راتګ لار پرانیستل شي، چې له دې لارې تګ راتګ کوي او یا د کاروبار لپاره د ډېورنډ کرښې یوه بل لور ته ځي.

پرون یوه ځايي خبریال سردار محمد خوندي په دې تړاو بي بي سي ته وویل، د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته لومړی د زاړه کلي او شنه تالاو شاوخوا نښته وه، خو وروسته اډهې کهاله، لقمان کلي، کلي مازل او شاوخوا سيمو کې هم وغځېده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي و: "د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستاني ساتونکو سره یوه محلي ستونزه پیښه شوې، متاسفانه چي لومړۍ ډزې د پاکستاني ساتونکو له لوري شوي دي."

نوموړي زیاته کړې چې "اوس حالات کابو دي."

د رپوټونو له مخي دا نښته تر هغې ورسته پیل شوه، چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو پر ډیورنډ کرښه یو ور اوښتونکی افغان ماشومان وهلی ډبولی و.

خو ښاغلی مجاهد وايي "موږ به په دې اړه بشپړه پلټنه وکړو چې دا پېښه ولې رامنځته شوې ده."

ویل کېږي تر نښتې وروسته سیمې ته ګڼ شمېر اضافه طالب ځواکونه استول شوي وو.

پر خواله رسنۍ خپرو شويو تصویرونو کې لیدل کېږي چې طالب ځواکونه د جګړې سیمي ته ور روان دي او په سیمه کې عام خلک یې د ستایني په پار راوتلي او بدرګه کوي ېې.

په وروستیو کي د سپین بولدک - چمن ترمنځ ویش دروازه باندې له مساپرو او کارباریانو سره د پاکستاني ځواکونو د بد چلند ریپوټونه زیات شوي دي.