پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي.

Dec 22, 2022 - 21:33
 8
پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي.
د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، ‏په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر روانو حالاتو سربېره، د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو پر بندېدلو خواشیني ښودلې او ژر تر ژره یې پر پرانیستلو ټينګار کړی دی.
ياد دفتر زياتوي، ‏دغه راز کرزي افغانستان سره د جاپان له مرستو مننه کړې او په افغانستان کې یې د دایمې سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین بللی.
سکون راډیو