دا د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په دوه کیلومتري کې پروت د غازي محمد ایوب خان میني ښارګوتي دی.

Nov 4, 2022 - 10:20
 30
دا د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په دوه کیلومتري کې پروت د غازي محمد ایوب خان میني ښارګوتي دی.
دا د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په دوه کیلومتري کې پروت د غازي محمد ایوب خان میني ښارګوتي دی.

د دې ښارګوټي په جوړید سره د لښکرګاه ښار بڼې بدلون کړې او هلمند ولایت ته یې په اقتصادي، ورزشي، تفریحي، تجارتي برخو کي یو لوی تغیر ورکړې دی او اوس هر ورځ دلته سلګونه ځوانان د تفریح په موخه راځي او دا ښارګوټي په یو ښه او معیاري تفریح ځای بدل سوی دی.

 

غازي محمد ایوب خان میني ته راغلي ځوانانو سکون راډیو سره د مرکي پر مهال وویل چي اوس په ډاډ‌ه زړه د تفریح لپاره همدې ښارګوټي ته راځي او خپلو ملګرو او دوستان سره تر نیمي شپې همدلته پاتې کیږي.

دوی زیاتوی مخکي هلمند کي د تفریح لپاره داسي معیاري او ځایونو او پارکونو شتون نه درلود ولي ددې میني په جوړیدو سر اوس ډیري هلمندي ځوانان ان له ولسوالیو او لیرو پرتو سیموڅخه همدلته راځي چي دا دهلمند او هلمندیانو لپاره یو د خوشحالي او ابادۍ خبر دی.

 

بل لور بیا یو شمیر هلمند میشتي د هلمند ولایت لپاره د داسي یو لوی او معیاري ښارګوټي جوړول یو ښه او نیګ اقدام یادوي او زیاتوي چي یو وخت د هلمند څځه دجنګ،جګړو او تاوتریخوالي راپورونه ورکول کیدل، ولي اوس د امن په کور بدل سوي او پانګوال پکي لوي پانګوني ‌کړي دي او له اقتصادي او سوداګریز پلوه د هلمندیانو لپاره یو ښه خبر دی.

 

د غازي محمد ایوب خان میني بنسټڼګر حاجي محمد عیسي عمري د مرکي پر مهال سکون راډيو ته وویل چي د غازي محمد ایوب خان ښارګوټي په ۱۲ جریبه ځمکه کي جوړ ښارګوټي دی چي تر دمګړي پوري یې میلونونه ډالر پانګونه پري کړې چي شاوخوا ۶۰ سلنه چاري بشپړي سوي دي او دهلمند ولایت ور ها خوا د نورو ولایتونو او له هیواد بهر ګڼ شمیر پانګوالو پکي پانګونه کړې ده.

 

د حاجي محمد عیسي عمري په وینا چي  په همدي ښارګوټي کي شاوخوا ۴۵۰۰ پوري نمري شتون لري چي ښوونځي یې فعاله او په ډيرو نژدو ورځو کي به معیاري روغتون او پوهنتون پرانیستنه پکښی ترسره سي او هغه ناروغان چي نورو ولاینونو او هیوادونو ته ځي په همدي روغتون کي به یې درملنه کیږي.

 

هلمند کي د یو داسي معیاري ښارګوټي شاوخوا ۶۰ سلنه چاري بشپړي سوي چي مخکي یې خلکو ته شتون خیال او خوب ښکاریده.

حافظ احمد نصرت

سـکون راډیــو