بست انستیتیوت له ۳۸۰زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیسته.

Sep 6, 2022 - 22:54
 18
بست انستیتیوت له  ۳۸۰زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیسته.

نن سه شنبه د ۱۴۰۱ ه ش کال په ۱۵ نیټه هلمند کي بست انستیتیوت د ۱۶ پړاو کانکور ازمویني په لړ کې له ۳۸۰ ښځینه او نارینه زده کوونکو څخه په شپږو څانګو عالي قابلګي ،عالي نرسنګ ،پروتیز ،طبي لابراتوار او پیوزو تراپۍ  برخو کې ازموینه واخیسته.

د بست انستیتیوت ریس احسان الله احسان وایی چي په یاد انستټیوټ کي د غریبو زده کړیالانو لپاره ځانګړې تخفیفونه په نظر کي نیول دي او په وینا چي د نننې کانکور ازمویني څخه وروسته به ګڼ زده کړیالان په بیلابیلو څانګو کي شامل کړې.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست په استازیتوب عصمت الله پاینده وویل :هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په لوی شمیر روغتیایې برخو کې فارغه کسان لري خو هغه د کمیت تر څنګ کیفیت هم مهم  وباله .

د یادي ازموینې ګډون کوونکي  یاده ازموینه شفافه ښيي او  وایې  ځکه یې بست انستیتیوت انتخاب کړ چې د تدریس کیفیت ښه دی.

د یادوني وړ ده چې هر کال په کور دننه په سلګونو زده کړیالان له روغتیایې علومو فارغیږي خو لا هم ډیری ناروغان د درملني په موخه نورو بهرنیو هیوادونو ته سفرکوي.