د وادي هلمند خصوصی پوهنتون څخه ۱۳۵ تنه زده کړیالان فارغ سول.

هلمند کې د علم په برخه کې یو بل ګام نن د وادي هلمند خصوصي پوهنتون څخه۱۳۵ تنه زده کړیالان د معالجوي طب ،حقوق او سیاسي علومو له پوهنځیو څخه فارغ او ټولني ته د خدمت لپاره وړاندي سول.
د وادي هلمند ریس محمد اسماعیل مهربان فارغه سوو زده کړیالانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې وادي هلمند د لوړو زده کړو موسیسې په ۱۳۸۹ کال کې د څلورو پوهنځیو په درلودلو سره تاسیس سوه او زیاته یې کړه چې نن یو ځل بیا یوې داسي غونډي لپاره سره راغوند سوې یو چې د طب او حقوقو پوهنځیو کې روزل سوې زلمیان خپلي ټولني ته د خدمت مصدر کرځي او هیله یې څرګنده کړه چې یاد زده کړیالان پر همدې تعلیم بسنه ونه کړي او داسي نور بریالیتوبونه ترلاسه کړي.
په هلمند کې د لوړو زده کړو وزارت استازي سمیع الله سعید خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې خوښ یو يوځل بیا په یوې داسي پرتمني غونډه کې کوو او فارغین ته یې د مبارکۍ تر څنګ په خطاب کې وویل چې تاسي اوس ټولني ته د مسلکي اشخاصو په ډول وړاندي سولاست او غو ښتنه یې وکړه چې ګران فارغین دې د نورو زده کړو لپاره لا هلي ځلي وکړي او زیاته يې کړل چې داسي ځوانان کولای سي چې د خپل ملت او هیواد لپاره خدمت وکړي.
د نننۍ غونډي دوه تنو فارغیو زده کړیالانو جاوید درانی او عبدالولي چې نن ورځ له معالجوي طب څخه فارغ سوه له سکون راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې ډیر خوښ دي چې د لوړو زده کړو کې یو بل ګام هم بشپړ کړ او دد خپلو استادانو او د پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړ چې اداري او استادانو یې ورسره پوره همکاري کړې ده، او ډاد یې ورکړ چې دوي او نور ټول فارغ محصلان به نور هم د تعلیم په برخه کې پرمختګونه کوي.
هلمند کي داسي مهال له وادي هلمند خصوصي پوهنتون څخه لسګونه زده ګړیالان فارغیږي چي تر فراغت وروسته
هلمند کې داسي مهال له یادي موسیسې څخه ذزده کړیلان فارغه کیږي چې په یاد ولایت ې عام خلک په شخصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسیسو کې د تدریس له ټیټی کچي څخه شکایت کوي.