هلمند کي ۱۳۰۰ کسانو پاسپورټونه تر لاسه کړي

Jan 31, 2022 - 15:45
 17
هلمند کي ۱۳۰۰ کسانو پاسپورټونه تر لاسه کړي
هلمند کي ۱۳۰۰ کسانو پاسپورټونه تر لاسه کړي

د هلمند پاسپورټ ریاست مسئولین وايي : په دغه ولایت کي شاوخوا څلو زره کسانو د پاسپورټ اخیستلو لپاره نوم لیکنه کړې، چي له جملې یې ۱۳۰۰ کسانو ته پاسپورټونه رسېدلي او پاته نور يې تر مراحلو لاندي دي.

د پاسپورټ ریاست د مسؤلینو په وینا دلته اکثره هغه کسان د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کوي چي د خپلو ناروغانو د تداوۍ یا نورو کارونو لپاره بهرنیو هیوادونو ته د تګ اراده لري. د هلمند ولایت د پاسپورټ رئیس حبیب الرحمان حبیب وايي : نږدې هره ورځ له ۷۰ تر ۸۰ کسانو د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کوي ، موږ هم په نوبت او پوره نظم د همدې کسانو لپاره قانوني طی مراحل ترسره کوو.

همدا راز د پاسپورټ غوښتونکي وايي : یاده پروسه پوره شفافه او رڼه ده ، خو د کارکونکو کمښت له امله د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره ډیر وخت انتظار باسي. دغه ډول دوی زیاتوي که د پاسپورټ ریاست اداري کارکوونکي زیات سي نو له یوې خوا به د ډېرو کسانو پاسپورټ غوښتنو ته رسیده ګي وسي ، او له بلي خوا به د عوایدو په زیاتوالي کي د پام وړ پرمختګ رامنځ ته سي.

د یادوني وړده چي هلمند کي د پاسپورټ ریاست له تیرو دریو میاشتو راهیسي بیا په کار پیل کړی چي اوس مهال يې کاري بهیر له هر ډول تخنیکي ستونزو پرته پر مخ ځي.