هلمند کي د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزي مدیریت ۷۳ تنه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني دوه ورځني ورکشاپ پاي ته ورسید.

May 30, 2022 - 16:40
 20
هلمند کي د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزي مدیریت ۷۳ تنه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني دوه ورځني ورکشاپ پاي ته ورسید.

د هلمند د امنیه قومنداني د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزي مدیریت  مدیر ملا امان الله قاضی سکون نیوز ته وویل چي  دا ورکشاپ د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزي معینت له لوري په لاره اچول سوی وو نن یک شنبه پای ته ورسید.

د نوموړوي په وینا چي ددې ورکشاپ په جریان کي یې د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزي مدیریت شاوخوا ۷۳ تنه کارکوونکو ته د نشه یې توکو د پوهاوي، اداري مسلکي توب ، دعملیاتو پرمهال د ګرفتاري اصول ،د دندو لایحي، دخلکو سره ښه چال چلند او اړوند نورو مسایلو باندي معلومات وړاندي سول.

ددې ورکشاپ یو شمیر ګډون والو سکون نیوز ته وویل چي له دې لنډ مهاله سمینار څخه یې ډیر څه زده کړي دي او د خپلو دندو پر مهال یې به یې تطبیق کړي  د دوي په وینا چي داسي نور ورکشاپونه هم باید په لاره واچول سي ترڅو ظرفیت لوړ او خلکو ته اسانتیاوي رامنځته سي.

هلمند کي داسي مهال د نشه یې توکو پر وړاندی د مبارزي مدیریت کارونکو ته د ظرفیت لوړوني ورکشاپونه په لاره اچول کیږي چي څه  موده وړاندی  دافغانستان د اسلامي امارت د مشر له لوري په یو فرمان کي د نشه یې توکو پرکښت،تولید،پیر او پلور کلک بندیز ولګید او د یو شمیر هغو کروند کرو کرکیلي له منځه یو وړل سوي چي له دې فرمان څخه وروسته یې په خپلو ځمکو کي د کوکنارو کرکیله کړي وه.