هلمند والي د لښکرګاه ښار د هلکانو د مرکزي لیسې څخه لیدنه وکړه

Feb 27, 2022 - 20:45
 31
هلمند والي د لښکرګاه ښار د هلکانو د مرکزي لیسې څخه لیدنه وکړه

نن د هلمند والي عبدالاحد طالب د لښکرګاه ښار د هلکانو مرکزي لیسې له زده کوونکو سره د لیدني په موخه غونډه وکړه.

په دغه غونډه کي د هلمند والي ترڅنګ، د یادي لیسې مدیر ، د پوهني رئیس، د یادي لیسې ښوونکو، سر ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

د هلمند والي له یادې لیسي د لیدني پر مهال زده کوونکو ته وویل دا چي په تېره اداره کي تاسي ته داسي مفکوره درکړل سوې چي ګواکي امارت د زده کړي خلاف دی نو په همدې موخه موږ دلته راغلي یو چي تاسي ته ډاډ درکړو چي امارت هیڅکله نه د زده کړو خلاف وو او نه به هم وي، نوموړي زده کوونکو ته وویل چي پخپلو درسونو کي زیار وباسي ځکه تاسي ددې هیواد راتلونکي یاست تاسي به په اینده کي ددې نظام برخه واوسی، تاسي باید له ځانونه فیلوټان، انجینران او ډاکټران جوړ کړئ ترڅو خپل د هیواد او خلګو شته ستونزي له منځه یوسی.

د هلمند پوهني ریس مولوي محمد عوض انصاري وویل : په دې ولایت کي ټولي ۱۱۷ ښوونځۍ فعاله دي چي شاوخوا درې زره ښوونکي کمبود لري او په اړه يي مرکزي دولت ته خپل وړاندیزونه او غوښتني رسولي دي.

د یادوني ده چي هلمند کې له دې مخکې هم د ښوونکو د کموالی راپورونه ورکول سوې.