هلمند ته د بهرني سیلانیانو شمېر زیات سوی دی.

Oct 23, 2022 - 14:09
Oct 23, 2022 - 14:12
 32
هلمند ته د بهرني سیلانیانو شمېر  زیات سوی دی.
هلمند ته د بهرني سیلانیانو شمېر  زیات سوی دی.
هلمند ته د بهرني سیلانیانو شمېر کې زیات سوی دی.

د نوي نظام په راتګ سره د تاریخي ابداتو څخه برخمن ولایت هلمند ته د داخلي او بهرني سیلانیانو راتګ زیات سوی.
دا سیلانیانو د مرکز لښکرګاه په شمول ځیني ولسوالیو لکه ګرمسېر، ناوه، ګریشک، کجکي، سنګین، مارجه او موسی قلعه کې د لرغونو ځایونو څخه لیدنه کړې.
هلمند داطلاعاتو او فرهنګ ریاست دفرهنګ مسولین وایې" موږ دداخلي او خاریجي سیلانیانو لپاره دتاریخي سیمو دلیدلو لپاره دتګ او راتګ زمینه برابره کړي تر څو په صحي توګه دلرغونو سیمو څخه لیدنه وکړی، اوسیلانیانو ته دتاریخي سیمو په اړه معلومات ورکوو ترڅو هغوی دلرغون ځایونو په تاریخ اوسابقه باندی خبرسی".
د هلمند ولایت د اطلاعات او فرهنګ مسولینو زیاته کړه، چي دسیلانیانو راتګ هلمند ته ورځ تر بلي زیاتیږی.
یو شمېر سیلانیانو د باختر خبري آژانس سره د مرکې پر مهال ویلي؛ موږ د زیاته وخت دا ارمان او هیله درلودل چي همدې لرغوني ولایت ته سفر وکړو، د تاریخي او ښکلو ځایونو څخه یې لیدنه وکړو خو دا ارمان مو د نوي آمن په راتګ پوره سو او دې ښکلي ولایت له ځینو ځایونو څخه مو لیدنه وکړل.
یاد سیلاني هلمند ته د بیا راتګ ژمنه وکړل او ویل یې "د هغو ولسوالیو څخه به لیدنه کوي چي دوی نه وي لیدلي".
د ا.ا په راتګ سره تر دم ګړیه سلګونه سیلانیان د داخل ولایاتو او خارج لکه آروپا، امریکا او اسیا ځینو هیوادونو څخه راغلي.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو