هلمند کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د دوو سړکونو د قیرریزي پرانیستنه وسول.

Oct 23, 2022 - 14:51
 25
هلمند کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د دوو سړکونو د قیرریزي پرانیستنه وسول.

هلمند کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د دوو سړکونو د قیرریزي پرانیستنه وسول.

هلمند کې د غازی محمد ایوب خان مینی څخه د بی تری تر سړک پوری او د محمد خان څلور لاری څخه د بولان تر فلکې پوری د عمومی سړک د قیر ریزئ د پروژې د افتتاحیه مراسم د لښرګاه ښاروالۍ لخوا ترسره سوه.
یاد سړک د لښکرګاه ښار د دریمی، څلورمي، پنځمی او اتمی ناحیو په ساحو کې د شل زره او شپږ سوه متره مربع په مساحت کې جوړیږي، چي د شاوخوا (شپاړس میلیونه افغانیو په ارزښت د لښکرګاه ښاروالۍ په انکشافي بودیجې جوړیږی.

په همدی مهال د لښکرګاه ښاروالۍ د انجینرۍ عمومی مدیر انجینر محمد عباس ځیرک وایې: یاد سړک د پنځه کیلو متره په اندازه چی شاوخوا شل زره او شپږ سوه متره مربع کیږی د لښکرګاه ښاروالۍ لخوا جوړیږی چي د دې کړني څخه یې هدف د سړکونو پراخوالۍ دی.

بل لورته بیا د لښکرګاه ښاریان د لښکرګاه ښاروالۍ دیادې کړني څخه خوښ دی او وایی: دا ډول رغنیزی پروژې د لویو لارو لپاره ګټور تمامیږی او د ښار په ښکلا کې رغنده رول لوبوی او د ترافیکی پیښو مخه نیسی او غوښتنه یې وکړه چي دا ډول رغنیزی پروژي باید زیاتی سی.

هلمند کې داسی مهال د شاوخوا شل زره او شپږ سوه متره مربع په اندازه د سړک د قیر ریزۍ چاری پیلیږي چي لا هم دا ډول رغنیزو پروژو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي او تر ډیر بریده د لویو لارو سړکونه کنډ او کپر دي.


محـمـد اسمـاعیـل وفـا
ســــکون راډیــو