هلمند کي د سیلاب خیریه بنسټ له لوري د ۱۱۰ جوړو ډلیز واده مراسیم ترسره سول.
هلمند چي تازه یې د امن ساّ اخیستي په لومړي ځل د ډلیز واد د مراسیمو کوربه دی دې مراسیموکي دهلمند د مرکز او بیلابیلو ولسوالیو څخه شاوخوا اته زره کسان رابلل سوې دي د سیلاب خیریه بنسټ له لوري هلمند کي د ۱۱۰ جوړو د ډلیز واده د خوښي پروګرام کرزي لوبغالي کي نیول سوي دي چي دې مراسیمو کي د حکومتي مسولینو ترڅنګ ډیرۍ د زومان او ناویان خپلوانو هم ګډون کړې دی.

د سیلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سیلاب سکون راډیو ته وویل چي د ډلیزو ودونو ترسره کولو موخه یې د لوړ ولور په وړاندي مبارزه او د بی وزلو، سییتمانو او اړمنو خلکو لاس نیوي دي.
سیلاب زیاته کړل چې هلمند ته به له دې وروسته ډیر پاملرنه کوي او د دریو ولایتونو سهمیه په ډلیزو و دونو کي ورکول کیږي دنوموړي په وینا تر دمکړي یې په ګڼو ولایتونو کي شا وخوا ۲۵۰۰ کسانو ته ډلیز ودونه کړې دي.
ددې مراسیمو یو ګډون وال حاجي نظر محمد چي د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اوسیدونکي د ډلیز واد په لړ کي یې خپل زوم ته مکمل ولور ور وبخښي او زیاته یې ځکه یې دا کار وکړ چي زوم یې غریت وو او غوښتنه یې وکړل چي افغاني ټولنه کي باید د لوړو ولورونو خلاف مبارزه وسي او یوازي شرعی مهر واخیستل سي.
د مراسیمو په یو بله څنډه کي بیا یوه غریبه مور چي د خپل زوي د واده لیدو ته راغلي وه خپل دخوښي احساسات سکون راډیو داسي بیان کړل.
بل لور ته بیا د ۱۱۰ هغو زومانو چي نن یې د واده ورځ ده یو شمیر کسانو یې له موږ سره خپل د خوښي او خوشحالي احساسات شریک کړل دوي له سیلاب خیریه بنسټ څخه مننه وکړل چي د دوي د واده مراسیمو په ترسره کولو کي ورسره مرسته کړل دوی وایی که مرسته نه وای ورسره سوی امکان وو کلونه کلونه همداسي مجرد پاتي سوي وای.
دا لومړي ځل دی چي هلمند کي د ډلیز واده مراسیم ترسره کیږي چي د هلمندي ځوانانو له تود هرکلي سره مخ سول او د ډلیزو ودونو د دوام غوښتنه یې وکړل.