له اراکوزیا خصوصي پوهنتون څخه ۳۵۶ تنه زده کړیالان فارغ سول

د هیواد به سویل لویدیځ کې پروت هلمند ولایت کې نن ځوانان او پیغلي هیواد او خلکو ته د خدمت په اراده د لوړو زده کړو څخه د فراغت بري لیکونه ترلاسه کوي او د خپل ژوند یو بل هدف ته رسیږي. پرون چهارشنبه د حوت میاشتي په ۱۸ نیټه هلمند کې د اراکوزیا خصوصي پوهنتون په شپږم پړاو فراغت غونډه کې ۵۱ تنه ښځینه او ۳۰۶ تنه نارینه زده کړیالان له څلورو پوهنځیو ،طب ، انجنيري ، حقوق او ښووني او روزني څخه فارغ سول.

Mar 11, 2022 - 17:55
Apr 2, 2022 - 12:07
 15
له اراکوزیا خصوصي پوهنتون څخه ۳۵۶ تنه زده کړیالان فارغ سول
له اراکوزیا خصوصي پوهنتون څخه ۳۵۶ تنه زده کړیالان فارغ سول

له اراکوزیا خصوصي پوهنتون څخه ۳۵۶ تنه زده کړیالان فارغ سول

د هیواد به سویل لویدیځ کې پروت هلمند ولایت  کې نن ځوانان او پیغلي هیواد او خلکو ته د خدمت په اراده د لوړو زده کړو څخه د فراغت بري لیکونه ترلاسه کوي او د خپل ژوند یو بل هدف ته رسیږي.

پرون چهارشنبه د حوت میاشتي په ۱۸ نیټه  هلمند کې د اراکوزیا خصوصي پوهنتون په شپږم پړاو فراغت غونډه کې ۵۱ تنه ښځینه او ۳۰۶ تنه نارینه  زده کړیالان له څلورو پوهنځیو ،طب ، انجنيري ، حقوق او ښووني او روزني څخه فارغ سول.

په یاده فراغت غونډه کې د اراکوزیا خصوصي پوهنتون ریس عبدالمنان سلطاني د وینا پر مهال د نویو فارغه سوو زده کړیالانو کورنیو ته د مبارکې تر څنګ له هغوي مننه وکړه چي خپل اولادونه يې د لوړو زده کړو په موخه هڅولې دي.

هغه همدا راز وویل چي اراکوزیا د لوړو زده کړو موسیسي په تیرو لسو کلنو کې هلمند کې په بیلابیلو پوهنځیو کې په زرګونو ځوانان د ټولني د خدمت په موخه فارغ کړي.نوموړی وايې نوی فارغه سوې محصلین يې د عصري زده کړو ترڅنګ په دیني برخه کې هم روزلي دي.

هغه همدا راز هلمند کې د لوړو زده کړو وزارت له خاص استازي څخه هم مننه وکړه چي ورسره په علمي برخه کې لازمي مرستي کړي.

د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري خاص استازي له زده کړیالانو وغوښتل تر څو هیواد او ولس ته د خدمت په برخه کې خپل توان ونه دریغوي.

همدا رنګه نوموړی له زده کړیالانو د ظرفیت لوړونی غوښتنه وکړه تر څو په بیلابیلو ادارو کې استخدام کړل سي او وايې چي د ځان بسایني لپاره دوي پر همدي ځوانانو تکیه کوي. هغه وايې دوي له تحصیلي بنسټونو سره همکارۍ ته ژمن دي ځکه د یو هیواد د پر مختګ راز په تحصیل کې نغښتی.

د اراکوزیا خصوصي پوهنتون د تضمین کیفیت امر نذیر احمد ریښتینی سکون راډیو سره د خبرو پر مهال د یاد پوهنتون د راتلونکو فعالیتونو په اړه وویل چی دوی به راتلونکي کلونو کې د خپلو زده کړیالانو لپاره الکترونیکي ډیټا بیس ولري.

هغه همدا راز زیاته کړه چی ډیر ژر به یاد پوهنتون دخپلو زده کړیالانو لپاره له هیواد بهر تحصلي بروسونه چمتو کړې.

هغه څه چي د ګډونوالو پام يې ځان ته ورواړوه  یو تن فارغ سوې زده کړیال عبدالخالق چي ځوانۍ کې  له لوړو زده کړو څخه محروم پاتي سوې وو  اوس د خپلي دې هیلي د پوره کولو لپاره له خپل زوی سره یو ځای د فراغت سند ترلاسه کوي.

د یاد فراغت په بله څنډه کې میرمن او خاوند له یوه ټولګي فارغیږي هغه څه چي د ډیرو ناستو کسانو د پام وړ وه او تر ډیره داسي مسایل کم پیښیږي.

له یاد پوهنتون څخه فارغ زده کړیالان وايي له خپلو استادانو خوښ دي چي د زده کړو په جریان کې يې ورسره زحمت ایستلی او اوس دوي ددې جوګه دي تر څو ټولني ته خدمات وړاندي کړي.

یاد زده کړیالان وايې که زمینه ورته مساعده سي نو د ماسټرۍ تر کچي به زده کړي کوي او دوی تیار دي تر څو هیواد او خلکو ته به بیلابیلو برخو کې خدمت ترسره کړي.

هلمند کي داسي مهال له یوه خصوصي پوهنتون څخه ګڼ شمیر زده کړیالان د فراغت بري لیکونه ترلاسه کوي چي وروستیو کي په ټول هیواد کي د زده کړیالانو پر مخ د پوهنتونو دروازي پرانیستل سوي دي.