د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ سړک ویجاړ سوی ځایونه بیا رغول کیږي.

Oct 25, 2022 - 16:30
Oct 25, 2022 - 16:45
 26
د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ سړک ویجاړ سوی ځایونه بیا رغول کیږي.
د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ سړک ویجاړ سوی ځایونه بیا رغول کیږي.

ناوه ولسوالی چي د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په دیرش کیلو متری کۍ پرته ولسوالۍ ده، د غځیدلی سړک ځینی برخی یې د تیرو جګړو پر مهال ویجاړی سویدي چي اوس یې د رغوني چاري د بست خصوصی پوهنتون په مالي ملاتړ د ټولګټو چارو ریاست په همږغي ترسره کیږي.

د بست خصوصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ ریس انجینر محمدخان وفا سکون راډیو سره دمرکي پرمهال وویل چي  یاد سړک درویشنیم کیلو متره مربع اوږدوالۍ لری چي مخکې یې سروې ترسره سویده او اوس یې د سړک د ځینو ویجاړی سوو برخو بیا رغونه کیږي او کیدای سي شاوخوا  یوه میاشت وخت په بر کې ونیسي.

بل لورته بیا د ټولګټو چارو ریاست د پلان او انجینري امر انجینر  نثار احمد نصرت وایی چي د یاد سړک د رغوني چاري د بست خصوصي پوهنتون په مالي ملاتړ او د ټولکټو چارو ریاست په ماشینري او ګډ نظارت سره بیا رغول کیږي چي د بست پوهنتون او ټولګټو چارو ریاست ترمنځ دیوه ګډ هوکړلیک له مخي دا چاري پر مخ وړل کیږي

د سیمي اوسیدونکو بیا له سکون راډیو سره د خبرو پر مهال د لښْکرګاه ښار او ناوی ولسوالۍ ترمنځ د غځیدلي سړک د بیا رغوني په تړاو خوښي څرکنده کړل او د لویو لارو او پلچکونه رغول یې یو نیک اقدام یاد کړ.



دا په داسی حال کې ده چي دمرکز لښکرګاه ښار څخه  تر ناوي ولسوالۍ  پوری غځیدلي سړک ځیني برخی د تیرو جګړو او ماینونو له کبله ویجاړ سوي وي چي اوس یې  تازه د بیا رغوني چاري پیل سوي دي.

محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو