کندهار هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کي دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Mar 29, 2022 - 20:51
Apr 2, 2022 - 15:02
 19
کندهار  هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کي دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار  هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کي دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نن له غرمې مخکي د کندهار هرات پر لویه لار دهلمند د ګرشک ولسوالۍ د مهاجر بازار په سیمه کي د ګازو د ټانکر او موټرسایکل تر منځ ترافیکي پېښه رامنځته سوې ده.

د ګرشک ولسوالۍ د ترافیکو مدیریت وایې چي په یاده سیمه کي د ګازو د ټانکر او موټر سایکل تر منځ ترافیکي پېښه رامنځته سوه چي له امله یې موټر سایکل چلونکی فضل الله او دموټر سایکل یو بل سواري چي دغور ولایت دتیورې ولسوالۍ دپشکران دکلي اوسیدونکي دی ژوبل سوه د ترافیکو د مدیریت د مسولینو په خبره چي نوموړي ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د ګرشک ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته انتقال سوه خو له ژوبل سویو څخه یې موټر سایکل چلوونکي فضل الله د ژورو زخمونو له امله ساه ورکړه.

د مسولینو په خبره چي د ګازو ټانکر موټر چلوونکی د امنیتي ځواکونو لخوا نیول سوی دی او د ګرشک ولسوالۍ دترافیکو مدیریت ته د ټانکر موټر او موټرسیکل سره یوځای انتقال بیول سوي او د موټر چلوونکي څخه د یادي پېښي په تړاوو څېړني رواني دي.

د یادوني وړ ده چي د موټر سایکل چلوونکي ( فضل الله د امان الله زوی د غوث الدین) د لمسي جسد د ګرشک ولسوالۍ په روغتون کي پروت دی.