هلمند کي ملکه ثریا روغتون تر بیارغوونې وروسته خپل طبي خدمات پراخ کړي دي

Mar 30, 2022 - 23:38
Apr 2, 2022 - 15:00
 29
هلمند کي ملکه ثریا روغتون تر بیارغوونې وروسته خپل  طبي خدمات پراخ کړي دي
هلمند کي ملکه ثریا روغتون تر بیارغوونې وروسته خپل  طبي خدمات پراخ کړي دي

د هلمند مرکز لښکرګاه کې ملکه ثریا نسايي او ولادي روغتون تر بیارغوني وروسته خپل خدمات د پخوا په پرتله پراخ کړي دي.

یاد روغتون چي د تیرو جګړو له امله يې زیاتي برخي زیانمني سوي وې تر بیارغوني وروسته اوس په بیلابیلو برخو کې خدمات وړاندي کوي.

د یاد روغتون امر داکټر محمد ولي همت سکون راډیو ته وویل: چي د یاد روغتو بیلابیلي برخي د جګړو له امله تخریب سوي وي او د عامي روغتیا ریاست او ICRC په مرسته تر بیارغوني وروسته اوس په بیلابیلو برخو کې په ورځني ډول له ۴۰۰ تر ۴۵۰ پوري ښځینه ناروغان ورته مراجعه کوي.

همدارنګه نوموړي له عامي روغتیا وزارت وغوښتل تر څو یاد روغتون له ۵۰ بستریز څخه سل بستریز ته تبدیل کړو.

د یاد روغتون صحی کارکوونکي وايې : د پخوا په پرتله يې د درملو او تجهیزاتو ستونزي حل سوې او دوي هلمندوالو ته څلورویشت ساعته خدمات ترسره کوي او د نورو ښځینه ناروغانو تر څنګ په ورځني ډول له ۲۰ تر ۳۰ نسايي او ولادی ناروغان ورته مراجعه کوي.

همداراز دوي زیاته کړه چي یاد روغتون کې د واکسین په برخه کې هم خدمات ترسره کوي او دوي له اړونده مقاماتو غوښتنه وکړه ترڅو معاشات يې پر وخت ورکړي.

یاده دې وي چي له اوږدي مودي راهیسي هلمندي اوسیدونکي په روغتیايې برخه کي د صحي مرکزونو له خدماتو څخه شکایت کوي او ان یو شمیر سیمو او ولسوالیو روغتیایی مرکزونه کافی اندازه درمل نلري.