هلمند کي د خان خیریه بنسټ له لوري د ښوونځيو شاوخوا ۶۳۰ تنو اړمنو زده کوونکو ته قرطاسیه وویشل سول.

Nov 26, 2022 - 18:07
Nov 26, 2022 - 18:40
 8
هلمند کي د خان خیریه بنسټ له لوري د ښوونځيو شاوخوا ۶۳۰ تنو اړمنو زده کوونکو ته قرطاسیه وویشل سول.

هلمند ولایت کې د خان خیریه بنسټ له لوری د ۶۳۰ بیوزلو او یتیمو زده کوونکو ته ۶ ډوله قرطاسیه  لکه بسته،قلم،کټابچه ،پنسل،پنسل پاک  او پنسل تراش  په مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو په پنځو ښوونځیو او یوې دیني مدرسي کي توزیع سول.



یاده قرطاسیه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار غازې امان الله خان لیسي، د ناوې ولسوالۍ په خواجه بابا ابتدایه ښوونځۍ، د ناوې ولسوالۍ د باسولانو ابتدایه ښوونځۍ او د ناوې ولسوالۍ د لنډۍ ښاخ ابتدایه ښوونځۍ، دچاه انجیر عالي  او یو ي دیني مدرسي کې پر زده کوونکو وویشل سول.

هلمند کې د خان خیریه بنسټ ولایتي  مسول وکیل احمد بارکزی سکون راډیو سره د مرکې پر مهال وویل: یادې مرستې به د خان خیریه بنسټ له لورې دوام ولری او راتلوونکې کې هم خیریه پلانونه په پام کې لرو ترڅو یې د خپلو غریبو او اړمنو هیوادوالو لپاره ترسره کړو.


بل لورته بیا د چاه انجیر د عالی لیسی مدیر عبدالمنان شهیدزاده د سکون راډیو سره د مرکې پرمهال وویل: د یادو مرستو څخه خوښ دی او د نورو خیریه بنسټونو او موسساتو څخه یې هم غوښتنه وکړه تر څو تعلمي برخو کې د زده کونکو سره مرسته وکړی.


هلمند کې داسي مهال د خان خیریه بنسټ له لوري د ۶۳۰  تنو ماشومانو سره د قرطاسیه مرسته کیږي چي تر دې مخکې هم د یاد خیریه بنسټ له لوري دا ډول مرستي ترسره سوې دي او لا هم دا ډول مرستو ته زیاته  اړتیا لیدل کیږي.
حافظ احمد نصرت

سکون راډیو