د کابل ښار دوهمې حوزې اړوند پښتونستان واټ ته څېرمه چاودنه رامنځته سوې ده.

Feb 4, 2023 - 22:58
 12
د کابل ښار دوهمې حوزې اړوند پښتونستان واټ ته څېرمه چاودنه رامنځته سوې ده.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې دغه چاودنه نن ماښام شاوخوا ۶ بجې د ولسي وګړو پر یوه هایلکس موټر د چسپکي ماين له امله رامنځته سوې، چې په کې دوه تنه ولسي وګړي سطحي ټپیان سوي.
‏نوموړی زیاتوي چې سیمې ته د امنیتي ځواکونو د څېړنې ټیم رسېدلی او د پیښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
سکون راډیو