د هلمند ولایت مرستیال والي او د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس د ټولو ولسوالیو د قومي مشرانو سره ناسته وکړه!

May 19, 2022 - 02:30
 20
د هلمند ولایت مرستیال والي او  د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس د ټولو ولسوالیو د قومي مشرانو سره ناسته وکړه!

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپانې له مخي ددې ولایت مرستیال والي او د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ریس د همدې ولایت د ټولو ولسوالیو د قومي مشرانو سره کتلي.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د هلمند ولایت مرستیال والي مولوي حزب الله او د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ریس عبدالهادي حماد  ددې ولایت د ټولو ولسوالیو له قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي چې راغلو مشرانو سره د ناستي پر مهال د هلمند مرستیال والي له قومي مخورو وغوښتل تر څو په خپلو راتلونکو کرنیزو فصلونو کې د کوکنارو حلال بدیل کښت وکري .

همدا راز په خبر پاڼې کې راغلي چې د یاد ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ریس عبدالهادي حماد  د قومونو ترمنځ په نژدې والي او نفاق پر لیري کولو باندي ټينګار وکړ او ويې ویل موږ او تاسو ټول ورونه یو چې دمشکلاتو په وخت کي به یو دبل لاس نیوی کوو.

د یادونې وړ ده چي تیره میاشت داسلامي امارت مشر ملا هیبت الله اخندزاده په ټول هیواد کې د نشیي توکو پر کښت، پير او پلور بندیز ولګاوه.