د هلمند پوهني ریاست کي د ساینس او ټکنالوژي مدیریت له لوري د تجربیوي لابراتوار پرانیستل سوو

نن شنبه د هلمند پوهني ریس مولوی محمد عوض انصاري له لوري د تجربیوي لابراتوار پرانیستل او ګټي اخیستني ته وسپارل سوو
دهلمند د پوهني ریس په وینا چي له دې وروسته د مرکز لښکرګاه ښار او بیلابیلو ولسوالیو د لاربراتوارونو ښوونکي په همدي مرکز کې روزل کیږي تجریبي به زده کوي او وروسته به یې په خپلو ښوونځيو کي زده کوونکو ته انتقالوي.
د نوموړي په وینا چي اوس وخت او عصر کي اړتیا لیدل کیږی چي ښوونځیو زده کوونکي د نظرو زده کړو ترڅنګ عملي کار او تجریبي هم ترسره کړي.
د هلمند پوهني ریاست د ساینس او ټکنالوژي مدیر محمد اغا ارین بیا وایی چي په لابراتوار کي د اړتیا وړ ټول مواد چمتو کړي دي ترڅوښوونکي دلته راسي او خپلي تجربی ترسره کړي دده په ټکو د ټولو ساینسي مضامینو لپاره یې په همدې مرکزي لاربراتور امکانات برابر کړې دي.
د همدي مرکز لاربراتوار د پرانیستلي پرمهال یو شمیر هغه ښوونکو چي په خپلو ښوونځيو کي د لابراتوارونو چاري تر غاړي خوښي وښوده او زیاته یې کړل چي دوی اوس کولای سي په لږ وخت ډیري تجربی خپلو زده کوونکو ته ور زده کړې او په اوس وخت کي یې د داسي مرکزي لابراتور پرانیستل یو مهم کار وباله او غوښتنه یې وکړل چي لا هم باید دې برخي ته ډير پاملرنه وسي او د سایسني مضامینو د تجربو لپاره باید اړین او لازم مواد زیات او ښوونځيو ته په واک کي ورکړل سي.
هلمند کي داسي مهال د ساینسي مضامینو د تجربو لپاره مرکزي لابراتوار پرانیستل کیږي چي له دې څخه وړاندي په ښوونځیو کي زده کوونکو د کاپي امکاناتو د نشتوالي او مسلکي
ښوونکو د نه درلودلو څخه شکایتونه کول دا چي دا مرکزي لا براتوار به یې څومر اړتیاوي ور پوره کړي هغه پوښتنه ده چي وخت به یې ځواب کړې.