هلمند کې د ۶۸ تنو سره د حرفوي زده کړو څخه تر فراغت وروسته نغدي مرسته وسوه

Jan 6, 2022 - 11:24
Jan 6, 2022 - 11:26
 32
هلمند کې د ۶۸ تنو سره د حرفوي زده کړو څخه تر فراغت وروسته نغدي مرسته وسوه
هلمند کې د ۶۸ تنو سره د حرفوي زده کړو څخه تر فراغت وروسته نغدي مرسته وسوه

د هلمند د کډوالو چارو ریاست په همږغي او د برګ موسیسې په مالي لګښت د لښکرګاه د بولان په سیمه کې د۶۸ بې وزلو کورنیو سره د حرفوي زده کړو څخه تر فراغت وروسته نغدي مرسته وسوه.

د برګ موسیسې له خوا څه موده وړاندي د بولان په سیمه کې د ګڼ شمېر خلګو تر سروې وروسته ۶۸ تنه انتخاب او د هغوی له پاره په درې کټګوریو کې د حرفوي زده کړو د کورسونو، درس ځایونو او لوازمو برابرولو کار پیل سو. چې دادی اوس یاد ۶۸ تنه د یادو حرفوي زده کړو څخه فارغ او تر فراغت وروسته ورسره د کارونو د لا اسانتیا په خاطر نغدي مرسته ترسره سوه. یاد حرفوي کورسونه د سولر جوړوني، مبایل جوړوني، او خیاطۍ سره تعلق لري. چې تېره ورځ او نن د سولر جوړوني او مبایل جوړوني حرفوي زده کړو د فارغانو سره د لوازمو او کار په تناسب نغدي مرسته وسوه.

د هلمند د کډوالو چارو رئیس مولوي الله داد انقیادي وویل چې د سولر جوړوني د زدکړو د ۲۲ تنه فارغانو سره د ترمیم له پاره د ۱۹ قلمه جنس، د دوکان کولو، او ترانسپورټي اسانتیا په خاطر ۲۵۰۰۰ پنځه ویشت زره افغانۍ او د مبایل د زدکړو د ۲۶ تنه فارغانو له پاره لازم او د ضرورت وړ مواد او همدارنګه د پلان مطابق نغدي پیسې په شفاف ډول توزیع او تقسیم شوې. نوموړي وویل چې په پلان کې لري چې سبا ورځ به د خیاطۍ د زدکړي د فارغانو سره هم د مرستي کولو بهیر دوام ولري.

د یادوني وړ ده چي له کلونو راهیسي برګ موسیسه په هلمند کې فعالیت ترسره کوي او بیلابیل کسان يې په مختلفو حرفوي برخو کې روزلي.