هلمند کې د کانکور د ازمویني د بایومیټریک پروسه پایته ورسیده.

هلمند کې د کانکور د ازمویني د بایومیټریک پروسه پایته ورسیده.

هلمند مرکز لښکرګاه ښار او ټولو ولسوالیو فارغو زده کوونکو نن د بایومیټریک یا د معلوماتو د ثبت پروسه روانه ده چی پکښې ۱۷۰۰ تنو فارغو زده کوونکو ګډون درلود .

هلمند مرکز لښکرکاه ښار کې د کانکور د آزمینی لپاره نن چهار شنبه د ۱۴۰۱ ه ش کال د تلی د میاشتی ۱۳ نیټه د بایومیتریک یا د معلوماتو د ثبت پروسه چی نن سهار راپیل سوی وه او سبا پنج شنبه به د هلمند پوهنتون په انګړ کې د کانکور عمومی آزموینه واخیستل سی .

د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي  استازۍ سمیع الله سعید د سکون راډیو سره د خبرو پر مهال وویل : چی پروسه شفافه روانه ده او سږ کال به ۱۷۰۰ تنه فارغ زده کوونکو څخه د کانکور آزموینه اخیستل کیږی.

بلخوا بیا د هلمند پوهنتون د بایومیتریک یا دمعلوماتو د ثبت پروسي ګډون کوونکو د  یادې پروسی څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي په راتلوونکو د خپلو خوښي پوهنځيو ته د کانکور ازمویني له لاري لاره پیدا کړې.

هلمند کي داسي مهال د زده کوونکو د بایومیټریک یا معلوماتو د ثبت پروسه روانه ده چي ډیري کله هلمندي ځوانان د کانګور ازمویني پر مهال د خپل خوښي پوهنیځو ته لاره نسي پیدا کولای او ډير وخت همداسي بي برخلیکه پاتي کیږي.

عبدلباعث وحیدي

سکون راډیو