د هلمند پوهنی ریاست له لوري د ښوونکی ورځ ولمانځل سوه !

Oct 5, 2022 - 20:49
 7
د هلمند پوهنی ریاست له لوري د ښوونکی ورځ ولمانځل سوه !

نن چهارشنبه د ۱۴۰۱ هـ ش کال د تلی د میاشتی ۱۳مه نیټه د هلمند ولایت د پوهنی ریاست د غونډو په تالار کې داسی مهال د ښوونکی نړیواله  ورځ ولمانځل سول چی پکښې د پوهنی ریاست ریس محمد عوض انصاری، د پوهنتونونو ریسانو ، دینی علماوو ،د ګڼو ادارو مسولینو ، د پوهنتون استادانو ، د ښوونځیو ښوونکو ، زده کونکو او زده کړیالانو ګډون کړئ وو .

د یاد لمانځغونډی پر مهال د پوهنی ریس محمد عوض انصاری وویل : تعلیم او تربیه هیواد کې د ملا د تیر حیثیت لری او ټول باید په ګډه سره کار وکړو تر څو د علم په رڼا کې په ځان بسیا هیواد ولرو .

همدا راز د هلمند پوهنتون ریس سور ګل عبدالرحمن د پوهنی ریاست دا هڅه وستایل او زیاته یې کړه اوس د دې وخت دی چی تعلیم او زده کړی ته مخه کړو نو اړینه ده چی د استادانو د تشویق په موخه داسی پروګرامونه جوړ سی .

لمانځغونډه کي مفتی شریف الله چی د علماوو په استازیتوب یې وینا کول د خپلو خبرو پر مهال وویل ، د دینی مدارسو او مکاتبو تر منځ باید واټن کم سی او د هماهنګۍ لپاره یې باید په ګډه کار وسی تر څو دینی او عصری علوم یوځای تدریس سی او تر مکتب وروسته یې بیا رشته بندی وسی چی هره برخه باید بیله وی .

دا په داسی حال کې ده چی د اکټوبرپر ۵ نیټه د افغانستان تر څنګ په بیلابیلو هیوادونو کې د ښوونکې نړیواله ورځ لمانځل کیږی.

محمد اسماعیل وفا

سکون راډيو