د لښکرګاه ښار یوې لېسي کې ۵۰۰ متره مربع لار په شخصي لګښت جوړه سوه.

Oct 15, 2022 - 18:32
 33
د لښکرګاه ښار یوې لېسي کې ۵۰۰ متره مربع لار په شخصي لګښت جوړه سوه.
د لښکرګاه ښار یوې لېسي کې ۵۰۰ متره مربع لار په شخصي لګښت جوړه سوه.
پرون جمعه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د کارته لګان عالي لېسه کې ۵۰۰ متره مربع خامه لار په شخصي لګښت سره په معیاري توګه جوړه سوه.
د یادي لېسې مدیر وایي چي د یادي خامه لاري په جوړېدو کې یې له چا مرسته نده غوښتې، بلکي د خپلو ملګرو تر منځ یې د پیسو په راټولولو سره یاده لار جوړه کړې ده.
د یادوني وړ ده چي تیرو کلونو کې به دغه لار د ژمي په موسم کې زده کوونکو ته ستونزي جوړولې، چي په دې سره به د زده کوونکو لپاره هم اساني وي او په باراني موسم کې به هم د تګ راتګ خنډ نه ګرځي.