تیرو جګړو او رواني وچکالۍ په شمالي هلمند کې باغوانۍ ته زیان اړولی دی.

Jun 8, 2022 - 16:30
 19
تیرو جګړو او رواني  وچکالۍ په شمالي هلمند کې باغوانۍ ته زیان اړولی دی.

د هلمند په شمالي ولسوالیو کې باغوانان وايې تیرو جګړو او رواني وچکالۍ يې پر باغوانۍ اغیز کړی دی، پر همدې حال اړونده مسولین ستونزه مني او له باغوانانو سره په خپله برخه کې د مرستې ډاډ ورکوي.

د هلمند په شمالي ولسوالیو کې له خورا ډیرې مودې یو شمیر باغوانان د مروجو میوه لرونکو ونو په باغوانۍ بوخت دي او د همدې باغونو د حاصلاتو له درکه خپلې ورځنۍ اړتیاوي پوره کوي.

خو پدې وروستیو کې د زراعت دا مهمه برخه د جګړو او وچکالیو تر اغیز لاندي راغلې او باغوانان وايې چې تیرو جګړو او رواني وچکالۍ يې پر بڼوالۍ منفي اغیزه کړې ده.

دوې زیاتوي چې په یاده سیمه کې د اوبو د نشتون او جګړو له امله تر نیمايي زیات باغونه وچ سوې او یا له منځه تللې دي.

د باغوانانو ستونزي مو دهلمند ولایت د زراعت ریاست له مسولینو سره شریکي کړې ، د یاد ریاست مسولین د تیرو جګړو او وچکالۍ له امله باغوانۍ ته رامنځته سوې ستونزي مني ،او وايې چې د تخریب سوو باغونو په بیا جوړولو کې له باغوانانو سره تر خپل وس او توان پورې مرسته کوي.

تیرو جګړو او رواني وچکالۍ نه یوازي د شمالي ولسوالیو اوسیدونکي له ستونزو سره مخ کړې دې بلکي د هیواد په سویل لویدیځ کې میشت ګڼ شمیر اوسیدونکي له ورته ستونزو سره مخ دي.