د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر هلمند ولایت ته سفر وکړ

Mar 5, 2022 - 20:16
 9
د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر هلمند ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير ملا خير الله خيرخوا ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي چارو معین او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، داطلاعاتو فرهنګ وزارت د تاریخي ابداتو معین مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین ملا فيض الله تمیم هلمند ولایت ته په رسمي سفر کي د هلمند والي محترم مولوي عبدالاحد طالب اوااستخباراتو رئیس ابو خالد سره ولیدل
یاد پلاوي د هلمند ولایت داطلاعاتو فرهنک ریاست چاري له نژدي وکتلي او چارو د سمون په پار یې لازمي سپارښتني وکړلي
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوه رسنیز کنفرانس په ترڅ کي خبریالانو ته وویل چي هلمند ته یې د سفر هدف د هلمند د تاریخي ابداتو څخه لیدنه او د ساتني او رغوني په برخه کي به یې کوټلي ګامونه اخلي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دمحلي رسنیو د ستونزو،اقتصادي تمویل،اطلاعاتو د لاس رسي او نشراتي د پالیسي  یو شان والي په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړل ډیر ژر به د رسنیو پر وړاندي  پرتو ستونزو ته د حل لار ومومي.

د کنفرانس په اوږد کي ښاغلي مجاهد زیاته کړل چي د افغانستان اسلامي امارت اوس د رسمیت پیژندني له اثر برخمن دی ښه بیلګه یې دې وروستیو کي په  مالي او بانکي برخو کي د اسانتیاوو رامنځته کیدل دي

د افغان کادرونو په دندي ګمارني په برخه کي د اسلامي امارت ویاند زیاته کړل چي افغانستان تازه جګړې وتلي اواسلامي امارت ټولو ځوانو کادرونو ته په مختلیفو برخو کي اړتیا لري ترڅو په هیواد کي دنده ترسره کړې او یوه ځان بسیا افغانستان لپاره کار وکړي.

د افغانستان د اسلامي اما رت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ګډ پلاوي داسي مهال هلمند ولایت ته سفر کوي او دلته له بیلابیلو برخو او ستونزو څخه له نژدي لیدنه کوي چي له دې وړاندي هم د نورو وزارتو وزیرانو او پلاوي هلمند ته راغلي وه