مسولین: په کافي شافونو کې د غیر اخلاقی کړنو مخه نیسو

Jan 30, 2022 - 08:17
 16
مسولین: په کافي شافونو کې د غیر اخلاقی کړنو مخه نیسو
مسولین: په کافي شافونو کې د غیر اخلاقی کړنو مخه نیسو

د هلمند دامر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست وايي: د لښکرګا ښار له لسګونو کافي شاپونو څخه به څارنه کیږي او د هر ډول ناوړه اعمالو مخه به نیول کیږي.

هلمند کي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوي عبدالحی (عمري) وايي : په کافي شاپونو او هوټولونو کي اجازه نه ورکوي ، چي خلک دي په نشه یي توکو اخته سي او یا دي کم عمره ماشومان هلته د ځوانانو سره د چلم څکووني په مجلسونو کي ګډون وکړي.

د هلمند اوسیدونکي وايي : که څه هم یوشمېرکسان له دې لاري شخصي ګټه په لاس راوړي، خو دهغه ناوړه کړونو مخه باید پکښي ونیول سي ، چي هم د اسلام او هم بشر ضد عمل ګڼل کیږي.

د دوي په وینا ځوانان سره له دې چي په کافي شاپونو کي خوراک او څښاک کوي ، ترڅنګ يي له چلمونو هم کار اخلي، د چلمونو څکول ، ښايي ځوانان نورو نشو ته هم وهڅوي .

پدې اړه د هلمند د عامي روغتیا رئیس الغازي مولوي وايي : دوی د چلمونو د څکولو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړی دی او باید په هیڅ یوه ځای کي چلم ته اجازه ورنکړل سي. 

ډیری ښاریان په دې نظر دي: چي د ښوونځیو لږ عمره زده کونکي هم کافي شاپونو ته ځي او هلته چلمونه څکوي او په نورو داسي مجلسونو کي ګډون کوي ، چي باید ماشومان ترې لیري وساتل سي.

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین هم وايي: دوی به د نشو او نورو ناوړه اعمالو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي ، ترڅو د دې ډول ناوړه اعمالو څخه ځوان قشر وژغورل سي.

دیادوني وړده؛ چي په هلمند کي د کافي شاپونو په اړه په تیر کي هم شکایتونه موجود وه ، خو  اوس تازه د اسلامی امارت مسولینو ویلي چي د  دوی له لوري ټاکل سوې اصول به کافي شافونو کې مراعاتیږي..