امریکايي قاضي: بایډن دې د افغانستان د کنګلو پیسو په اړه پرېکړه وکړي

Jan 29, 2022 - 19:25
 11
امریکايي قاضي: بایډن دې د افغانستان د کنګلو پیسو په اړه پرېکړه وکړي

د امریکا یوې محکمې د ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور مهلت ورکړی چې د افغانستان د کنګل sوېو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي.

د راپورونو له مخې د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي سارا نیتبورن د امریکا د عدلیې وزارت ته د فبروري تر ۱۱مې پورې وخت ورکړی، څو د افغانستان د دې شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې ور وسپاري.

تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون  سپارلې وای.

د افغانستان بانک دا مالي شتمني د زمري په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د نیویارک په فدرال بانک کې کنګل سوې.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې مېرمن نیتبورن د دې پیسو اندازه ۷ میلیارډه ډالره ښودلې ځکه د نوموړې په وینا پر متحدو ایالاتونو د ۲۰۰۱م زیږدیز کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښې د یو شمېر قربانیانو کورنیو د تاوان غوښتنه کړې،

په داسې حال کې چې د دې شتمنۍ اصلي ارزښت ۹،۵ میلیارد ډالر اټکل سوی.