د پاملرنې موسسه په افغانستان کې ځنډول سوي فعالیتونه بېرته پيلوي

Jan 17, 2023 - 10:43
 2
د پاملرنې موسسه په افغانستان کې ځنډول سوي فعالیتونه بېرته پيلوي

د پاملرنې موسسې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې په برخه کې ځنډول سوي فعالیتونه له سره پيلوي.

دغه سازمان پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کارونه وروسته تر دې پيلوي چې د عامې روغتیا وزارت لازم ډاډ ورکړ.

دغې موسسې ویلي، دوی ته د ا.ا.ا له خوا ډاډ ورکړل سوی چې ښځینه کارکوونکې یې له کوم محدودیت پرته په خوندي ډول د ټولنې د ملاتړ چارو ته دوام ورکولای سي.

د پاملرنې او د ماشومانو د ژغورنې موسسو په ګډون یو شمېر خیریه بنسټونو وروسته تر هغه افغانستان کې خپل فعالیتونه و درول چې ا.ا.ا تېره میاشت د دوی ښځینه کارکونکې له دندو منعه کړې.

د ماشومانو د ژغورنې کمېټې هم ویلي، دوی ته د ښځینه همکارانو د کار د دوام ډاډ ورکړل شوی او بېرته خپل فعالیتونه پيلوي.

سکون راډیو