امریکا اروپا ته سرتیري لیږي

Jan 29, 2022 - 16:16
 8
امریکا اروپا ته سرتیري لیږي

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، متحدایالاتونه به ډېر ژر یو شمېر امریکایي پوځیان اروپا ته واستوي.

د ښاغلي بایډن په باور د اوکراین له پولي سره د ګڼو روسي ځواکونو له ځای پرځای کېدو سره لا هم دا وېره شته چې دا ځواکونه پر اوکراین د یرغل لپاره راغونډ سوي وي.

ولسمشر بایډن پرون له فلادلفیا څخه واشنګټن ته تر ستنېدو وروسته په هوایي ډګر کې وویل: "په لنډ وخت کې به یو شمېر امریکایي سرتیري ختیځې اروپا او د ناټو غړیو هېوادو ته ولېږم."

د ښاغلي بایډن په باور د دې پوځیانو شمېر به ډېر نه وي چې اروپا ته یې لېږي.

د امریکا دفاع وزارت د تېرې اوونۍ په پيل کې نژدې اته زره پنځه سوه سرتیرې تیارسی کړي وو چې اروپا ته یې ممکن واستوي.