کاناډا: یو کس په هېواد دننه او بهر خلکو ته د زهر پلورلو په تور نیول سوی

Aug 26, 2023 - 13:34
 9
کاناډا: یو کس په هېواد دننه او بهر خلکو ته د زهر پلورلو په تور نیول سوی
په کاناډا کې یو تن په دې تور نیول شوی او محاکمه کیږي، چې تر اوسه یې په لسګونو کسانو ته د کاناډا دننه او بهر یو ډول زهر ورکړې دي.
په کاناډا کې د دې زهرو له امله د وژل شویو کسانو شمېر تر اوسه نه دی معلوم، خو په برېتانیا کې د دې زهرو له امله د لسګونو کسانو د مړینې په اړه پولیسو اطلاعات ترلاسه کړې دي.
په برېتانیا کې اته اتیا کسان په زهرو مړه شوې دي.
د راپورونو له مخې، دغو کسانو د کاناډا په تورنټو کې له یوه تن څخه زهر ترلاسه کړي او ځانونه یې پرې وژلي دي.
په برېتانیا کې پولیسو دا خبر نه دی تایید کړی، چې زهر دې په مستقیم ډول د دې کسانو د مړینې سبب شوی وي، خو دوی د دغو زهرو د پلورلو په اړه څېړنې پیل کړې دي.
دا تورن کس کنټ لا نومیږي، دی اووه پنځوس کلن دی.
د مې په میاشت کې په تورنټو کې په دې تور ونیول شو، چې دی له خلکو سره مرسته کوي چې ځان ووژني.
داسې باور دی، چې کنټ لا د مختلفو وېبپاڼو له لارې داسې څه پلورل، چې له خلکو سره یې په ځانوژنه کې مرسته کوله.
د کاناډا چارواکي په دې باور دي، چې کنټ لا تر اوسه یو زر دوه سوه بستې مواد څه باندې څلوېښتو هېوادونو ته استولي دي، خو دا څرګنده نه ده، چې په دې موادو کې څومره زهر وو.
د برېتانیا د ملي جنایي څانګې په باور، د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې په برېتانیا کې دوه سوه دوه اویا کسانو له کنټ لا څخه مواد اخیستي دي.
د دغو کسانو له ډلې اته اتیا تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو د برېتانیايي سرچینو په وینا تر دې دمه نه ده تایید شوې، چې د دوی مړینه له هغو موادو سره چې انلاین یې پيرلي دي څه اړیکه لري.