د بلوچستان په مرکز کوټې ښار کې د ډاکټر سردار جان په نوم يو تن د "شپېتم" اولاد پلار سو.

Jan 3, 2023 - 15:43
 8
د بلوچستان په مرکز کوټې ښار کې د ډاکټر سردار جان  په نوم يو تن د "شپېتم" اولاد  پلار سو.
نوموړي ویلي، یاد ماشوم یې زوی دی او ده پرې د خوشحال نوم ایښی دی.
د سردار جان په خبره، مېرمنې یې د نورو ماشومانو زېږولو ته لا هم لېواله دي.
سردار جان وایي، غواړي نور ماشومان هم ولري او د همدې لپاره د څلورم واده په لټه کې دی.
۵۰ کلن جان خپله کورنی ډاکټر دی او په همدې سیمه کې کلینیک لري.
سمون راډیو