د بریتانیا موزیم کې د غلا پېښه؛ د موزیم مشر استعفا وکړه

Aug 26, 2023 - 10:43
 7
د بریتانیا موزیم کې د غلا پېښه؛ د موزیم مشر استعفا وکړه

له هغه وروسته چې په لندن کې د بریتانیا موزیم مسوولینو وویل، یو کارکوونکی یې د غلا او زیان اړولو په تور له دندې ګوښه کړی، اوس د دې موزیم مشر هارټویګ فیشر ویلي، دنده پرېږدي.

یاد موزیم مسوولینو اونۍ مخکې ویلي و، د لسګونو ګرانه بیه تاریخي اثارو د غلا او زیان اړولو په تور یې یو کارکوونکی کس له دندې ګوښه کړی دی. د موزیم مسوولینو دا هم ویلي و، چې د یاد کس پر ضد به قانوني اقدامات وکړي.

د ډېری غلا شویو اثارو په هکله ویل کېږي، چې له ۱۵ تر ۱۹ پورې پېړیو اړوند دي، ډېری یې ګاڼه او ګرانه بیه ډبرې دي، چې نندارې ته نه وو وړاندې شوي، بلکې یوازې د موزیم په زېرمتون کې ساتل شوي وو.

په لندن کې د اقتصادي جرائمو مخنیوي پولیسو مشر په دې هکله ویلي و، چې دوی د پېښې په هکله پلټنې کوي، خو په وینا یې تر اوسه یې څوک په دې تړاو نه دي نیولي.