د هلمند حجاري او نجاري دولتي شرکت د فعالیت چاري چټکي سوې دي.

Aug 26, 2023 - 21:38
 40
د هلمند حجاري او نجاري دولتي شرکت د فعالیت چاري چټکي سوې دي.

د هلمند  حجاري اونجاري دولتي شرکت چي په ۱۳۴۱ هـ ش کال د علحضرت ظاهر شاه بابا د واکمنۍ پر مهال په فعالیت پیل کړي دی.

ددې شرکت مسولان وایي چي د اسلامي امارت په بیا ځلي واکمندیو سره د هلمند د روخام قیمتي ډبرو پروسیس کي زیاتوالې راغلي دی او له همدې درکه یې میلونونه افغاني عواید ترلاسه کړي دي.

د مسولینو په خبره چي په همدې شرکت کي  د شاخوا ۴۰ تنو کارکوونکو په مټ د روخام له قیمتي ډبرو بیلابیل زینتي توکي جوړیږي چي د ډبري د پروسیس ترڅنګ یې د نجاري برخه فعاله ده.

د همدې فافریکي کاروکونکي وایي کلونو راهیسی همدلته کار کوي او د روخام له قیمتي ډبرو هر ډول زینتي توکي جوړولای سي او له خپلو پیریدونکو هر ډول فرمایشونه ترلاسه کوي او اکثره زینتي جوړ سوي توکي  د افغانستان د نورو ولایتونو ترڅنک د هیواد بهر هم وړل کیږي.

له دې ډبرو د جوړ زینتي توکو یو شمیر پلورونکو یې سکون راډیو ته وویل: چي  دا ډبرۍ د زینت،ښکلا،بیلابیلو رنګونو او ښه شهرت له کبله خپل علاقمندان پیدا کړي او دوی ته هر ورځ ګڼ مشتریان رځي او دوی یې فرمایشونه اخلي د دوي په خبره چي د پخوا په پرتله یې د پیریدونکو په شمیر کي کموالي راغلي دی.

په همدې مهال بیا د هلمند د روخام له قیمتي ډبرو جوړو زینتي توکو پیریدونکي وایي د ځانګړي علاقي له مخي همدا د هلمند له ډبرو جوړ توکي اخلي د دوي په وینا چي دا توکي د افغانستان ور ها خوا بهرنیو هیوادونو ته وړل کیږي.

 

د هلمند د حجاري او نجاري دولتي شرکت مسولان داسي مهال ددې فافریکي د چارو د ګړندې کیدو خبر ورکوي چي وړاندې همدا فافریکه د تړل کیدو له ګواښ سره مخ وه.

 

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو