د هلمند ګرمسیراوسیدونکي روغتیایی خدماتو ته له کم لاس رسي څخه شکایت کوي.

Oct 16, 2023 - 12:51
 14
د هلمند ګرمسیراوسیدونکي روغتیایی خدماتو ته له  کم لاس رسي څخه شکایت کوي.

د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ  د صفار او بنادر سیمي اوسیدونکي وایی چي په خپله سیمه کي په کافي اندازه روغتیایی امکاناتو ته بشپړ لاس رسي نه لري دوی له روغتیایی ادارو او بنسټونو غواړي چي په سیمه کي یې روغتیایی مراکز زیات کړي ترڅو ددې سیمي خلک بشپړ روغتیایی خدماتو ته لاس رسي پیدا کړي.

ددې سیمو یو شمیر اوسیدونکو سکون راډيو ته وویل: چي په سیمه کي د نفوسو شمیر زیات دی او اوسنۍ فعال روغتیایی مراکز یې بسنه نکوي.

ددې سیمو د روغتیایی مراکزو روغتیا پالان هم مني چي په روغتیایی مراکز کي په کافي کچه درمل شتون نلري

د هلمند د عامي روغتیا مسولین بیا  وایی هڅه کوي چي تر ټولو سیمو او ولسوالیو پوري روغتیایی خدمات او درملو ورسوي دوی زیاتوي اوس مهال په ګرمسیر ولسوالۍ  کي فعال ۲۳ روغتیایی مرکز شتون لري چي خلکو ته خدمات وړاندي کوي. 

دهلمند د ګرمسیر ولسوالۍ د بنادر او صفار سیمه له مرکز لښکرګاه ښار څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلو متره لیري پرته سیمه ده چي خلک یې د روغتیایی خدماتو له کموالي شکایت کوي.

خلیل الله هیواد مل

سکون راډیو