هلمند کې د مطبوعاتو دازادۍ نړیواله ورځ ولمانځل سول.

نن د می دریمه د د مطبوعاتو د ازادي نړیواله ورځ ده
ددې ورځي د لمانځي په پار د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحاديی له لوري د هلمند اطلاعاتو فرهنګ ریاست په مقام کي د هلمند میشتو خبریالانو د ستایني غونډي نیول سوي وه چي پکي حکومتي مسولینو، ،د رسنیو مسولینو او ګڼ شمیر خبریالانو ګډون درلود.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوی محمد قاسم ریاض د غونډي پرمهال وویل: چې حکومت له خبریالانو،محلي رسنیو سره هر راز همکاري کولو ته چمتو دی او د اطلاعاتو په برخه کي یې رسینو ته اسانیتاوي رامنځته کړي دي. او دوي دې برخه کي لا خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د لا ډیرو خبرونو لپاره زموږ فیس بوک پاڼه درسره لایک کړي.
هلمند کي د سکون رسنیز ګروپ مسول حافظ احمد نصرت د هلمند د ولایتي مسولینو څخه مننه وکړل چي اطلاعاتو د لاس رسي برخه کي یې اسانتیاوي رامنځته کړي دي
د نصرت په خبره خبریالان او رسنۍ د ټولني هینداره او د ولس رسا ږغ دی باید لا ډیر فرصتونه ورته برابر سي ترڅو ټولني او خلک ښه کار وکړي.
د سکون راډیو یوټیوب چینل د نورو خپرونو او بیلابیلو خبرونو لپاره سبسکرایب او شیر کړئ
هلمند میشتي خبریالان بیا له حکومت او د رسینو د ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چي وخت په وخت ستونزو ته رسیدنه وسي او د دوي لپاره دي روزنیز پروګرامونه جوړ او اقتصادي ستونزود حل په برخه کي ورسره همکاري وسي.
هلمند کي د مطبوعاتو د ازادي نړیواله ورځ داسي مهال لمانځل کیږي چي هلمند یو شمیر رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله خپل نشرات درولي او ګڼ شمیر خبریالان یې بي دندي او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان سوې دي.
عبدالباعث وحیدي
سکون راډیو