هلمند کې ۱۰۷ تنه ځوانان د څلورګونو پوهنځیو څخه فارغ سول.

د افغانستان په جنوب لویدیځ پروت لوی ولایت هلمند کې دا د هلمندیانو د میني یوه بیلګه د تعلیم او زده کړو سره ده.
نن د وادی هلمند خصوصي پوهنتون څخه ۱۰۷ تنه ځوانان د څلورګونو پوهنځیو طب، حقوق او سیاسی علوم، شرعیات، او ښوني او روزني پوهنځیو څخه تر زده کړییز بهیر ورسته فارغ او سندونه پري وویشل سول.
د وادی هلمند خصوصي پوهنتون رئیس محمد اسماعیل مهربان یادو فارغینو ته د مبارکۍ د مراتب وړاندي کولو ترڅنګ وویل یاد فارغین يې د تر زده کړو وروسته ټولني ته وړاندي کړل .
مهربان د تازه فارغ سوو زده کړیالانو څخه غوښتنه وکړه تر څو د دغه زده کړو څخه دی اعظمي استفاده وکړي او ټولني د خدمت مصدر وګرځي.
بل لور ته تازه فارغ سوي زده کړیالان وایې: ډیر د خوښۍ ځای دی چي تر دولس کلنۍ زده کړو وروسته یې د پوهنتون دوره هم پایته ورسول.
د فارغ زده کړیالانو د کورني غړي چي همدې مراسیمو کي یې ګډون کړي وو له حکومته تازه فارغ سویو زده کړیالانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي.
هلمند ولایت داسی مهال د ۱۰۷ تنو فارغ زده کړیالانو کوربه دی چي تر دې وړاندي هم ګڼ شمیر هلمندیان له لوړو زده کړو فارغ سوي دي ولي د کاري فرصتونو له نشتونه شکایت کوي
داچي فارغ التحصل زده کړیالانو ته به د کار زمینه څنګه او څه وخت برابره سي هغه پوښتته ده چي وخت به یې ځواب کړي.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو