د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله د اسیایي جام سیالیو لپاره تایلنډ ته تللې.

Mar 14, 2023 - 19:27
Mar 14, 2023 - 19:28
 15
د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله د اسیایي جام سیالیو لپاره تایلنډ ته تللې.
افغانستان د اسیا د اتلولي جام د سیالیو په الف ګروپ کې ځای لري او له بحرین، سعودي عرب او کوربه تایلنډ سره ګروپي سیالۍ کوي.
د بدني روزنې او ورزش ادارې لخوا په خپاره سوې مهالوېش کې ښکاري چې د افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سیالۍ د راتلونکي پنجشنبې له ورځې (۱۶م مارچ) پیلېږي.
په پلان کې ده چې افغان لوبډله د اسیایې اتلولیو د پیل پر لومړۍ ورځ راتلونکي 'پنجشنبې' له بحرین، د مارچ په ۱۸مه له تایلنډ او د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه نیټه له سعودي عرب سره د لوبو ډګر ته ښکته سي.
پدغو سیالیو کې د افغانستان تر څنګ ټول ټال ۱۶ اسیایې لوبډلې لوبیږي.
د افغانستان په استازیتوب د ساحلي فوټبال دغو سیالیو ته د ملي لوبډلې ۱۲ لوبغاړي او دری روزونکي تللي دي.
د افغانستان د ورزش ادارې په وینا "له يادو سياليو څخه به درې غوره لوبډلې د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته مستقيماً لار ومومي."
سکون راډیو