کرېکټ: کرټس کيمفر پرلپسې د څلور لوبغاړو په سوځولو د راشد خان او ملېنګا رېکارډ برابر کړ

کرېکټ: کرټس کيمفر پرلپسې د څلور لوبغاړو په سوځولو د راشد خان او ملېنګا رېکارډ برابر کړ

د دوشنبې پر ورځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لړ کې د هالنډ او ایرلنډ تر منځ سیالۍ کې د ایرلنډ لوبغاړي کريټس کيمفر خوښي د لیدو وه، چې پر څلورو پرلپسې توپونو یې د مقابل لوري څلور لوبغاړي وسوځول.

دې سره کیمفر د افغانستان له راشد خان او د سري لنکا له لستھ مالېنګا سره سیال شو چې له دې مخکې یې د شل اووریزو نړیوالو سیالیو کې پرلپسې څلور لوبغاړي سوځولي دي.

د یادونې ده، چې ایرلنډ دا لوبه په اووه ویکټو وګټله. هالنډ لوبډلې ایرلنډ ته د ۱۰۷ منډو هدف ټاکلی و.

هالنډ لوبډلې د ۱۰ م اوور لوبه کوله چې د کیمفر بخت یاري ورسره پیل کړه، لومړی یې کولن ایکرمن د وکټ ساتونکي نیل راک په لاس کېچ اوټ کړ، په دویم توپ یې راین ټین ډیشکاټې ایل بي ډبلیو وسوځاوه، او بیا سکاټ ایډورډز هم و نه توانید د کیمفر هیټ ټریک 'پر دریو پرلپسې توپونو د دریو لوبغاړو سوځولو ' پر وړاندې خنډ شي.

دا کیسه همدلته پای ته و نه رسېده، بلکې روئلوف وان ډر مروو څلورم لوبغاړی شو، چې د کیمفر له لاسه بولډ اوټ وسوځېد.

کیمفر په شل اوریزو سیالیو کې د ایرلنډ لومړنی لوبغاړی دی، خو دې سره د نړۍ یوازینیو درې لوبغاړو کتار کې هم شامل شو، چې په نړیوالو شل اووریزو کې یې پرلپسې څلور ویکټې ترلاسه کړې.