هند کې سېلابونه: یوه جوړه د واده مراسمو ته د پخلي په لوښي کې ولېږدول شوه

Oct 19, 2021 - 17:30
 16
هند کې سېلابونه: یوه جوړه د واده مراسمو ته د پخلي په لوښي کې ولېږدول شوه

د هند کیرالا ایالت کې له ګڼو بارانونو او سېلابونو سره هممهاله د خوړو پخولو یوه لوی لوښي کې د یوې ځايي جوړې د واده مراسمو تصویرونو د ډېرو پر شونډو د یوې شېبې لپاره موسکا خپره کړه.

د دوشنبې پر ورځ د یاد ایالت تهلاوادې نومي کلي کې له همدي سېلابي وضعیت سره - سره اکاش او ایشوریا پرېکړه وکړه، چې هر څه کېږي، د واده مرسم به تر سره کوي.

د دوی دواړو د واده تصویرونه چې دواړه روغتیاپالان دي، پر خواله رسنیو خورا ډېر لاس پر لاس شوي دي.

کیرالا ایالت کې وروستي ګڼ بارانونه د سېلابونو او ځمکښوېدنې لامل شوي، چې له کبله یې مرګژوبله هم رامنځته شوې.

د همدې سېلابونو له کبله ځینې سیمو کې پلونه او سړکونه په اوبو لاهو شوي او یو شمېر کلي ویجاړ شوي دي.

د هغه معبد ځینو برخو ته هم سیلابي اوبه ننوتې چې د اکاش او ایشوریا د واده مراسم تر سره کول یې منلي و.

دغې جوړې له یو بل نژدې معبده یو لوی دېګ پور اخیستی و او د کلي په کوڅو کې یې ملګرو وګرځول.

ناوې ایشوریا ځايي خبري شبکې اشیا نېټ ته وویل:

''دا داسې یو واده شو، چې موږ یې تصور لا نه و کړی. ''

دغه جوړه وايي، پروګرام دا و چې د واده مراسمو کې به محدود شمېر کسان شامل وي، خو اوس چې یې تصویرونه پر خواله رسنیو لاس پر لاس کېږي، داسې فکر کوي چې خوښیو کې یې ګڼ کسان شامل دي.

د پي ټي ای خبري اژانس رپوټ کې د زوم اکاش له قوله ویل شوي چې دوی له کاره رخصت اخیستی و، نه یې غوښتل د واده پلان شوی پروګرام لغوه کړي، ځکه نه پوهېدل بیا به له دندې رخصت ومومي او که نه.

نوموړی زیاتوي د خوړو پخولو دېګ یوازینی لاره وه چې په لنډ - تنګ وخت کې یې د واده کولو زمینه برابروله.