د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ګډونوال څوک دي؟

د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ګډونوال څوک دي؟

کابل کې د روسیې سفارت ویلي چې عبدالله عبدالله او حامد کرزی د هغو کسانو په لست کې نه دي شامل چې د مسکو غونډې ته بلنه ورکړل شوې ده.

دا غونډه د راتلونکې چارشنبې په ورځ جوړیږي او د هندوستان په ګډون د سیمې د څو هېوادونو او د طالبانو استازي هم په کې برخه لري.

کابل کې د روسیې سفارت په یوه ټویټ کې ویلي د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبد الله عبدالله چې لا هم کابل او ځان د سولې عالي شورا مشر بولي د هغو کسانو په لست کې نه دي شامل چې د مسکو غونډې ته وربلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې یوې خصوصي تلویزوني شبکې ډاکټر عبدالله ته د نژدي کسانو له قوله ویلي وو چې دغه دواړه شخصیتونه به په دې ناسته کې ګډون وکړي خو په خپله ښاغلي عبدالله او ښاغلي کرزي تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په عین حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې ویلي چې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلي بلخي ویلي چې عبدالسلام حنفي او ورسره جګ پوړه پلاوی به د نورو هېوادونو له استازو سره پام وړ موضوع ګانو په هکله خبرې وکړي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا کومې موضوګانې دي.

روسیه وايي د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې به د نورو موضوګانو په اړه د خبرو ترڅنګ د طالبانو پر پلاوي د یوه ټولشموله حکومت جوړولو لپاره ټینګار وشي خو په ټوله کې یې موخه د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کول دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي چې د نړیوالو له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندل په کور دننه مشروعیت ته اړتیا لري.

د هندوستان حکومت هم اعلان کړی چې خپل یو پلاوی به د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون ته واستوي. یاده دې وي چې دې ناستې ته د پاکستان ، چین او ایران په ګډون د ۱۱ نورو هېوادونو استازي هم وربلل شوي دي.

مسکو تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو د غونډو کوربتوب کړی چې په کې ډاکټر عبدالله عبدالله، حامد کرزي او ګڼو نورو سیاسي څېرو د طالبانو سره په خوا کې ګډون کړی دی.

په مسکو کې د افغانستان په تړاو د غونډو لړۍ په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوه. دا ناستې د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هندوستان د استازو ترمنځ د سلا مشورو په موخه پیل شوې وې.

د روان کال مارچ میاشت کې مسکو کې د ترویکا غونډې ګډونوالو هېوادونو روسیې ، چین ، امریکا او پاکستان ویلي وو چې افغانستان کې د اسلامي امارت بیا رامنځته کېدل نه غواړي.