د بدخشان لپاره د ا.ا سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل سو

Jun 6, 2023 - 11:19
 1
د بدخشان لپاره د ا.ا سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل سو
ا.ا  وايي، نن سهار په فیض‌‌اباد ښار کې د ځانمرګي برید په پایله کې د بدخشان سرپرست والي نثاراحمد احمدي وژل سوی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي رسنیو ته وویل، ځانمرګي د محکمې څلور لارې سیمه کې د بدخشان د سرپرست والي موټر په نښه کړ.
د ده له قوله، په پېښه کې یو بل تن هم وژل سوی او شپږ نور ټپیان سوي دي.
که څه هم د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه‌دی منلی، خو له دې وړاندې په بدخشان کې د طالبانو په امنیه قوماندان عبدالحق ابوعمر د چاودنې مسوولیت چې په پایله کې یې هغه ووژل سول، د.ا.ع.ش ډلې منلی و.
د.ا.ع.ش همدا ډول د بلخ په پخواني والي محمد داوود مزمل د ولایت مقام دننه ځانمرګی برید کړی و چې په پایله کې یې هغه ووژل سو.