د اوکراین ولسمشر: د روسیې د یرغل له پيل راهیسې پنځه سوه ماشومان وژل سوي!

Jun 5, 2023 - 22:51
 3
د اوکراین ولسمشر: د روسیې د یرغل له پيل راهیسې پنځه سوه ماشومان وژل سوي!
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي‌ وایي، پر هېواد یې د روسیې د یرغل له پيله تراوسه لږترلږه پنځه سوه ماشومان وژل سوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وایي، د روسیې په جګړه کې هغه ماشومان وژل سوي چې د ولسونو د برخلیک د پرېکړو حق یې درلود.
زیلینسکي په دې اړه یوه ویډیویي پیغام کې د جون څلورمه د هغو ماشومانو د یاد ورځ بللې، چې په خبره یې د روسیې د جګړې له کبله وژل سوي دي.
  زیلینسکي ویلي، چې له شک پرته به د ماشومانو دغه وژونکي محکوم سي او په خبره یې ټول قانوني بنسټونه د دې کار هڅه کوي.
نوموړي ويلي: "د روسیې د وحشت له کبله زمونږ سلګونه ماشومانو خپل ژوند بایللی دی. د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ له ۲۴مې، یا د روسیې له بشپړ یرغل وروسته ۴۸۵ ماشومان وژل سوي دي. دا هغه شمېر دی چې مونږ یې په رسمي بڼه تاییدولی سو او د هر ماشوم معلومات لرو. له بده مرغه چې د وژل سویو واقعي شمېر لوړ دی. هر کله چې مونږ له روسانو خپلې سیمې ازادوو، مونږ د اشغال په تریخ واقعیت پوهېږو. مونږ ته دا جوتېږي چې اشغال سویو سیمو کې څومره خلک او ماشومان خښ سوي دي."
زیلینسکي زیاته کړه، تر اوسه هم د اوکراین په ښارونو او کلیو کې د هغو کسانو شمېر معلوم نه‌دی چې په خبره یې د روسیې د بریدونو له کبله د ودانیو تر خاورو لاندې دي.
مسکو تر اوسه د اوکراین په جګړه کې د وژل سویو ماشومانو په تړاو تبصره نه‌ ده کړې، خو د روسیې دفاع وزارت نن دوشنبه ویلي، ځواکونو یې په ختیځ دونتڅک کې د اوکرایني پوځیانو څو اړخیز پراخ بریدونه شنډ کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت د اوکراین دا بریدونه چې د دونتڅک پر پنځو سیمو سوي، ناکام بللي، خو اوکراین بیا په دې اړه د روسیې له‌خوا خپاره شوي معلومات ناسم او خپرې سوې ویډیوګانې زړې بللې دي.
د روسیې لوري ادعا کړې چې په ختیځ دونتڅک کې یې سلګونه اوکرایني سرتېري وژلي دي.
په دونتڅک کې د جګړو او مرګژوبلې د دغو ضد او نقیضو راپورونو په تړاو تر اوسه خپلواکو سرچینو څه نه‌دي ویلي.
په اوکراین کې د روسیې جګړه شپاړسمې میاشتې ته وغځېده، خو لا یې هم د پای ته رسېدو څرک نه ښکاري.
په همدې ترڅ کې نن دوشنبه د روسیې سمندري ځواکونو د بالتیک او جاپان په سمندرونو کې تمرینونه پیل کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې، دغو پوځي نندارو کې ۶۰ جنګي بېړۍ ۳۵ سمندري الوتکې او ۱۱ زره پوځي پرسونل برخه اخیستې ده.