مجا.هد: افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزه کې لاس نه لري

Oct 4, 2023 - 19:51
 21
مجا.هد: افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزه کې لاس نه لري
مجا.هد: افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزه کې لاس نه لري
د ا.ا ویاند د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وایي چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري او هلته له کډوالو سره چلند د منلو وړ نه دی.
د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجا.هد نن (چهارشنبه) پر اېکس‌پاڼه د پیغام په خپرولو سره لیکلي چې پاکستانی اړخ باید په دې اړه پر خپل پلان له سره غور وکړي.
هغه زیاته کړې: «تر هغه وخته چې افغان کډوال اهسته او په خپل اختیار سره له پاکستانه وځي، تر هغې د پاکستان حکومت باید زغم ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د افغان کډوالو موضوع په یوه ګرم بحث بدله شوې.
تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي په یوه خبري ناسته کې ویلي و، که غیرقانوني افغان کډوال د نومبر تر لومړۍ نېټې خپل هېواد ته ستانه نه شي، په زور به وایستل شي.