ایران کې ترافیکې پېښې ۱۰ کسان ووژل او ۱۵ نور یې ژوبل کړل

په ایران کې لس کسان د یوې ترافیکي پېښې له امله وژل سوي دي. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، پېښه نن شنبه (د مرغومي ۴مه) سهار سویل لویدیځ خورم شهر ښار کې د یوې لارۍ او ملی بس د ټکر له امله سوې ده.
ویل سوي چې دې بس ځایي کارګر د خوزستان اهواز ښار ته لیږدول.
محلي رسنیو ویلی چې د پېښې شااوخوا ۱۵ ټپیان روغتونونو ته رسول سوي دي.
د ایران سړکونه کله نا کله د دغسې خونړیو ترافیکي پیښو شاهدان وي.
په کلني ډول ۱۷۰۰۰ کسان په ایران کې د ترافیکي پېښو له کبله مړه کېږي.
د سږ لمریز کال په لومړیو ۷ میاشتو کې ۸۲۰۰ کسان دغه هېواد کې د ترافیکي پېښو له کبله وژل سوي دي.