د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د کال وروستۍ وینا کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن پنجشنبه( د مرغومې په ۲مه) داسې مهال په مسکو کې د دې کال په وروستي خبري کنفرانس کې راڅرګند سي چې د لویدیځ او ددې هېواد ترمنځ یې کړکېچ اوج ته رسیدلی دی.
روسیې د اوکراین له پولې سره په لسګونو زره سرتیري ځای پرځای کړي او دا هېواد د داسې امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوي چې پر اساس یې ناټو له پراختیا منع کېږي او پر دې تړون د پخواني شوروي د نفوذ په ساحه کې پر فعالیتونو سخت محدودیتونه لګول کېږي.
د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف ویلي چې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ ته پام یوازې پنځه سوه نړیوالو او کورنیو خبریالانو ته اجازه ورکړل سوې چې دې خبري کنفرانس کې ګډون وکړي.
دا د هغه جمعیت نیمایي ده چې په وروستیو کلونو کې به د پوتین کنفرانسونو ته بلنه ورکول کېده.
د امریکا متحده ایالاتو، ناټو او کیف د اوکراین له پولې سره د روسي ځواکونو د ځای پرځای کېدا او د روسیې له خوا په لاندې کړې، کریمیا ټاپو وزمه کې د روان وضعیت په اړه د خطر زنګ وهلی دی.
امریکایي چارواکو ویلي چې مسکو د یوه احتمالې پوځي یرغل لپاره تیاری نیسي چې ښایي څو اونیو کې یې ترسره کړي.
خو د اروپایي ټولنې لپاره د روسیې سفیر ولادمیر چیژوف د جرمني له ډای وېلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې روسیې په نورو هېوادونو کې مېشت، د هغو کسانو چې په روسي ژبه خبرې کوي، ملاتړ کړی، خو زیاته یې کړه چې مسکو هېڅکله هم دا نه دي ویلي چې غواړي د دې کار لپاره له پوځي ځواکه کار واخلي.