اوکراین کې ترافیکې پېښې شلو تنو ته مرګژوبله اړولي ده.

چارواکي وایي چې د اوکراین په شمال کې د یوه ملي بس او یوې لارۍ د ټکر له امله ۱۳ تنه مړه سوي او ۷ نور ټپیان سوي دي.
د بیړنیو چارو د ادارې په وینا دا پېښه پرون د چیرنییف په سیمه کې وسوه.
پولیسو د دې پېښې تحقیقات پیل کړي دي.