هند کې د رېلګاډو د ټکر پېښه؛ تر ۲۸۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۹۰۰ ټپیان دي

Jun 3, 2023 - 21:33
 5
هند کې د رېلګاډو د ټکر پېښه؛ تر ۲۸۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۹۰۰ ټپیان دي

د هند د اودیشا ایالت په بالاسوري سیمه کې د درېیو رېلګاډو د ټکر له امله تر دوه سوه اتیا ډېر کسان مړه سوې او شاوخوا نهه سوه نور ټپیان سوي دي. په اودیشا ایالت کې نن د ماتم ورځ اعلان سوې ده. اسوشېټېډپرېس اژانس اوس خبر ورکړ چې ژغورونکو نور څوک ژوندي کسان نه‌دي موندلي. دا ټکر په هند کې په څو لسیزو کې د تلفاتو له درکه بې‌ساری بلل سوی دی. تر ټکر وروسته د رېلګاډو په لسګونو ډبې واوښتې، د ځینو ډبو چتونه الوتې دي او کړکۍ یې ټوکر ټوکر سوي دي. د رویندرا سېنګ په نوم یوه مسافر تر ټکر وروسته فرانس پرېس اژانس ته وویل: "ناڅاپه مو سختې جټکې وخوړې، وروسته له درېیو دقیقو هرڅه ودرېدل خلکو له رېل څخه ځانونه واچول." د پېښې یوه بل ژغورل سوي مهیش کومار ګوپتا وویل: "د ماښام شپږ بجې او څلوېښت دقیقې وې، لوی غږ سو داسې غږ چې کله مې نه و اورېدلی. تر دوو غږونو وروسته لوګي پورته سول، موږ پوه سو چې ټکر سوی." د ژغورنې د عملیاتو لپاره بلډوزرونه او کرېنونه د پېښې ځای ته واستول سول. د ژغورنې د عملیاتو پر مهال تر یو سل او پنځوس ډېرو امبولانسونو د ټپیانو په لېږدېدو کې او په سیمه کې له هغوی سره د لومړنیو روغتیایي مرستو په رسولو کې مرسته وکړه. د اودیشا امنیتي مسول پرادیپ جینا په ټویټر کې لیکلي چې تېره شپه د ټپیانو لپاره نږدې پنځه سوه یونیټه وینه راغونډه شوه. د هند صدراعظم نریندرا مودي نن د پېښې ځای ته ورغلی دی. تر اوسه لا د پېښې علت نه‌دی روښانه سوی او څېړنې روانې دي، خو داسې ښکاري چې مسافر وړونکی رېل تر ټکر مخکې له خپلې کرښې وتلی دی. د مسافرو له دغو دوو رېلګاډو سره دریم لګېدلی ریل بار وړونکو دی. هند په وروستیو کلونو کې د اورګاډو په برخه کې ډېره پانګونه کړې ده، خو لا یې هم ستونزې نه‌دي حل سوي.