بایډن او پوتین د ویډیو له لارې خبرې کړي

Dec 8, 2021 - 17:17
 3
بایډن او پوتین د ویډیو له لارې خبرې کړي

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره پرون دوه ساعته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

جو بایډن خپل سیال ته د خبرو په پيل کې وویل: "خوښ یم چې بیا مو وینم، له بده مرغه تېر ځل د جي شل غونډې پر مهال موږ ونه شو کړای چې سره وګورو. هیله مند یم چې په راتلونکې کې له نژدې سره وګورو."

د جي شل غونډه د اکتوبر په دېرشمه او یو دېرشمه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې وه.

پرون تر هرکلي وروسته د امریکا ولسمشر ولادیمیر پوتین ته څرګنده کړه چې واشنګټن د اوکراین سرحد ته نژدې د روسیي ځواکونو راغونډیو ته ژوره اندېښنه لري.

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې روسیې تر نوي زره ډېر پوځيان له اوکراین سره د پولي پر اوږدو ځای پرځای کړي دي.

بل لورته تر خبرو وروسته کرملین دا خبرې صادقانه وبللې او څرګنده یې کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ښاغلي بایډنه وغوښتل چې لویدېځ دې د اوکراین سرحدونو ته نژدې وسلې نه ځای پرځای کوي.