امریکا تر لسو په ډېرو ایراني چارواکو او بنسټونو بندیزونه لګولي

Dec 8, 2021 - 17:10
 2
امریکا تر لسو په ډېرو ایراني چارواکو او بنسټونو بندیزونه لګولي

د امریکا متحد ایالاتونو تر لسو په ډېرو ایراني چارواکو او بنسټونو له بشري حقونو څخه د سرغړونو په تور بندیزونه لګولي دي.

دا بندیزونه پر هغو دولتي چارواکو او بنسټونو لګیدلي دي چې په ایران کې یې په دوه زره نهم او دوه زره نولسم کلونو کې د سیاسي فعالانو مظاهرې ځپلي دي او په زندانونو کې یې له بندیانو سره تشدد کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وایي، د واشنګټن بندیزونه بې اغیزې دي او دا یوازې د امریکا د بد نیت څرګندونه کوي.